د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې لپاره ۲۰ جریبه ځمکه پېرل کیږي

د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې لپاره ۲۰ جریبه ځمکه پېرل کیږي افغانستان
د نورستان ولایت د لوړو زده کړو موسسه

د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د ۲۰ جریبه ځمکې د پېرلو بودیجه منظوره شوې.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي ویلي، دغه اندازه ځمکه د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې د تدریسي او اداري چارو لپاره د مناسب ځای نشتون لپاره منظوره شوې.

نوموړي ویلي، نږدې راتلونکي کې به یې د تثبیت او پېرلو چارې پیل شي.

د یادونې ده، چې دې سره به د نورستان لوړو زده کړو مؤسسه کې د اداري او تدریسي چارو لپاره مناسب چاپېریال برابر او دې برخه کې شته ستونزې به حل شي.

تړلي موضوعات