د کډوالو چارو وزیر: د روښانه راتلونکي لپاره د خلکو او نظام ترمنځ همکاري مهمه ده

د کډوالو چارو وزیر: د روښانه راتلونکي لپاره د خلکو او نظام ترمنځ همکاري مهمه ده افغانستان
د اختر په مناسبت له هېوادوالو سره د کډوالو چارو وزیر لیدنه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې مولوي عبدالکبیر د کابینې غړو، علماوو، قومي مشرانو او د اسلامي امارت مجاهدینو سره کتلي دي.

د کډوالو چارو وزیر دې کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د مسئول نظام په توګه د هېوادوالو د روښانه راتلونکي لپاره هڅه کوي او دې برخه کې له حکومت سره د خلکو مرسته مهمه ده.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، امنیتي ارګانونه او امنیتي ځواکونه شپه او ورځ هڅې کوې هېواد کې تر بل هر وخت ښه امنیت ټینګ کړي.

بلخوا قومي مشرانو د اختر ورځو کې د ټول هېواد په کچه د ځانګړو امنیتي تدابیرو هرکلی کړی او هغه یې د اسلامي نظام پایله بللې ده.

تړلي موضوعات