سوریه کې د امریکا په پوځي اډو بریدونه شوي

سوریه کې د امریکا په پوځي اډو بریدونه شوي نړۍ
سوریه کې د امریکا په پوځي اډو بریدونه شوي

تسنیم خبري اژانس په سوریه کې د امریکا په پوځي اډو د ۳۰ راکټي بریدونو خبر ورکړی.

یاد خبري اژانس زیاته کړې، چې دغه راکټي بریدونه د عراق او سوریې په پوله پر یو باري موټر د امریکایي پوځیانو د برید په غبرګون کې شوي دي. 

د دې بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي او نه یې هم کوم چا یا ډلې مسؤولیت پر غاړه اخیستی، خو څو ورځې وړاندې په عراق کې هم د امریکا د پوځ پر اډو بریدونه شوي وو، چې مسؤولیت یې په دغه هیواد کې فعالې د اسلامي مقاومت ډلې منلی وو.

تړلي موضوعات