د امریکا یوې جنګي الوتکې په ډګوټا ایالت کې سقوط کړی
د نړیوالو رسنیو د خبرونو له مخې د امریکا یوې «B-1B لانسر» الوتکې د دغه هېواد په ډکوټا ایالت کې سقوط شوې ده.
د ټي آر ټي د خبر له مخې د ایلسورت د هوایي ډګر مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هوایي قواوو یوې «B-1B لانسر» جنګي الوتکې یې د کښیناستو پر مهال سقوط کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې په دې الوتکه د پیلوټ په شمول ۴ تنه وو، چې د مرګ او ژوند په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
ویل کیږي، چې دغه پېښه تیره ورځ په ځایي وخت ۵ بجې او ۵۰ دقیقې شوې، چې لامل نه دی په ډاګه شوی چې په اړه یې څیړنې پیل شوي دي.