ملا برادر اخوند د سالنګونو بیارغونې چارو څخه لیدنه کړې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د سالنګونو لویې لارې بیارغونې چارو څخه لیدنه کړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې دې سفر کې ملا برادر اخوند د قراردادي شرکتونو مسؤلینو سره کتلي او دوی ته یې د پاتې چارو د چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.
یاده دې وي، چې د سالنګونو ۸۰ کیلومتره سوداګریزې – ترانزیټي لارې بیارغونې چارې دوو بېلابېلو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو له لوري روانې دي، چې دا مهال یې د تونل په دننه برخه او ګالریو کې ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی او ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.