د زندانیانو د هویت تر تثبیت وروسته دې دغه پروسه ژر تر ژره پیل شي
د افغانستان د سترې محکمې قضایي پلاوي د ایران عدلیې وزیر امین حسین رحیمي او د نړېوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان، د بهرنیو چارو وزارت او نړېوالو پولیسو له استازو سره کتلي دي.
دې کتنه کې دواړو لوریو د عدلي او قضایي همکاريو پر ټینګښت، ایران کې پر اعدام د محکومو افغانانو، زندانیانو پر فیصلو د بیا غور کولو، د اعدام پروسې بدیلو چارو او د ایران په ځینو ښارونو کې د افغان کډوالو د بانکي حسابونو د بندلو په حل لاور خبرې کړې دي.
سترې محکمې د خبر له مخې، دې کتنه کې د قضایي پلاوي مشر شیخ عبدالمالک حقاني ویلي، هېواد ته د افغان بندیانو د انتقال پروسې ته پوره چمتووالی لري په خبره یې، د زندانیانو هویت تر تثبیت وروسته دې دغه پروسه ژر تر ژره پیل شي.
ښاغلي حقاني د ګډو مشترکاتو په اساس د دواړو هېوادونو د قضایې او عدلي همکاریو هم ټینګار کړی.
نوموړي ایران کې پر اعدام محکومو زندانیانو د لېست شریکولو او افغانستان او ایران انټرپل پولیسو ترمنځ د همکارۍ پر ډېرېدو هم خبرې کړې دي.
بلخوا ایراني چارواکو د کابل او تهران ترمنځ په قضايي او عدلي برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.