د سهیل شاهین او ریچارډ لینزي کتنه؛ د افغانستان او برېتانیا پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې
دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د برېتانیا له نوي ځانګړي استازي ریچارډ لینزي سره کتلي دي.
دوحه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې دې کتنه کې د افغانستان او برېتانیا پر دوه اړخیزو اړیکو، په برېتانیا کې افغان وګړو ته د قونسلي خدمتونو په وړاندې کولو، بشري مرستو او نورو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې ریچارډ لینزي د افغانستان لپاره د برېتانیا نوی ځانګړی استازی ټاکل شوی دی، چې سیاسي شنونکي یې د دواړو هېوادونو اړیکو پراختیا لپاره اغېزمن بولي.