اسرائیلو د اوربند له ماتولو سره پر ایران بیا بریدونه کړي

اسرائیلو د اوربند له ماتولو سره پر ایران بیا بریدونه کړي سیمه
اسرائیلو اوربند مات کړ پر تهران یې بریدونه کړي

الجزیرې خبري شبکې د اسرائیلو پوځ راډیو له قوله خبر ورکړی، چې د اسرائیلو هوایي ځواکونو د ایران پلازمېنې تهران ته څېرمه په یو رادار برید کړی.

بل‌خو ایراني رسنیو هم ویلي، چې د تهران شمال کې د دوو چاودونو غږونه اورېدل شوي.

د  ایران او اسرئیلو ترمنځ د اوربند لا څو ساعته نه دي شوي، چې اسرائیلو مات او پر ایران یې بریدونه کړي.

د امریکا ولسمشر نن سهار د ایران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند اعلان وکړ، خو تر دې اعلان وروسته ټرمپ اسرائیل او ایران له اروبنده په سرغړونې تورن کړل.

په ورته مهال د اسرائیلو دفاع وزیر ادعا کړې، چې ایران له اوربند سرغړونه کړې او له همدې کبله یې پوځ ته امر کړی، چې د تهران په زړه کې د رژیم اهدافو پر وړاندې قوي بریدونه وکړي، خو ایران بیا دغه ادعا رد کړې.

تړلي موضوعات