عباس عراقچي: د ټرمپ ادعا ناسمه ده، د اوربند په اړه هیڅ هوکړه نه ده شوې

عباس عراقچي: د ټرمپ ادعا ناسمه ده، د اوربند په اړه هیڅ هوکړه نه ده شوې سیمه
انځور ارشیف

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه، چې ګواکي د ایران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند پر سر هوکړه شوې.

عباس عراقچي ویلي، تر دې مهال د اوربند یا د پوځي عملیاتو د درېدو په اړه هیڅ هوکړه نه ده شوې.

عراقچي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «که اسرائیل یرغلیز بریدونه بند نه کړي ایران به خپل نظامي غبرګون ته دوام ورکړي.»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند خبر ورکړی و.

ها خوا بیا راپورونه کاږي چې ایران او اسرائیلو پر یو بل تازه بریدونه کړي.

تړلي موضوعات