کندوز کې یوه یتیمه نجلۍ له کورني زندانه وژغورل شوه

کندوز کې یوه یتیمه نجلۍ له کورني زندانه وژغورل شوه افغانستان
کندوز کې له کورني زندان ژغورل شوې نجلۍ

د کندوز امنیتي ځواکونو یوه یتیمه نجلۍ چې کلونه په کورني زندان کې ساتل کېدله ژغورلې.

د کندوز امنیه قومندانۍ ویلي، ژغورل شوې نجلۍ د امام صاحب ولسوالۍ مومندو سیمه کې د خپلوانو له لوري په ځنځیرونو تړل شوې وه چې د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوې ده.

امنیه قومندانۍ ویلي، د ازادې شوې نجلۍ روغتیایي وضعیت ښه نه دی چې د امنیتي ځواکونو له لوري د درملنې په موخه روغتیايي کلینیک ته لېږدول شوې.

ویل کیږي د یادې پېښي په تړاو امنیتي ځواکونو یو تن نیولی هم دی.

تړلي موضوعات