د پولي‌تخنیک پوهنتون لابراتوار لپاره تجهیزات پېرل شوي

د پولي‌تخنیک پوهنتون لابراتوار لپاره تجهیزات پېرل شوي افغانستان
د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون لابراتوار لپاره پېرل شوي تجهیزات

د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون لابراتوار لپاره یې د ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تجهیزات پېرلي.

لوړو زده‌کړو وزارت زیاته کړې، د یاد پوهنتون لابراتوار تجهیزات د زده‌کړیالانو عملي کارونو کې عمده رول لري او د هغوی د علمي کچې لوړولو کې به مرسته وکړي.

یاد وزارت تېرو نږدې څلور کلونو کې زده کړیالانو ته د غوره تحصیلي چاپېریال رامنځته کېدو لپاره د هېواد پوهنتونو کې ګڼې پروژې پیل کړې، چې یو شمېر یې بشپړې او په پاتې هغو یې کار دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د نړۍ ۲۵زره پوهتونونو له ډلې په تازه نړېواله درجه بندۍ کې د اقلیمي بدلون برخه کې ۲۰۱ پاکې او ارزانه انرژۍ برخه کې ۳۰۱ مقام ترلاسه کړی.

تړلي موضوعات