د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید ته نړېوال غبرګونونه

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید ته نړېوال غبرګونونه سیمه
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غبرګونونه څه دي؟

د امریکا له لوري د ایران په درېیو مهمو اټومي تاسیساتو برید ته نړېوال غبرګونونه په پراخېدو دي.

 پر ایران د امریکا تر بریدونو وروسته ایران، مصر، سعودي، قطر، عمان، بحرین، پاکستان یو شمېر نورو هېوادونو او ملګرو ملتونو دغه بریدونه غندلي.

 د ایران بهرنیو چارو وزیر دغو بریدونو ته په غبرګون کې امریکا له ایران سره په خیانت تورنه کړې او دغه بریدونه یې د ملګرو ملتونو منشور، نړېوالو حقونو او اټومي انرژۍ د پراختیا مخنیوي معاهدې خلاف بللي او د بدو پایلو ګواښ یې کړی.

 پاکستان هم دغه بریدونه د ټولو نړېوالو قوانینو خلاف بللي او ویلي یې دي، ایران د ملګرو ملتونو منشور په اساس له ځانه د دفاع حق لري.

 سعودي، عمان، قطر بحرین او ګڼو هېوادنو د بهرنیو چارو وزارتونو دغو بریدونو ته په اندېښنې ویلي، دا ډول بریدونه به په سیمه ییزه او نړېواله کچه بدې پایلې ولري.

 بل‌خوا د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئولې هم له ښکېلو غاړو غوښتي، چې خبرو ته بیرته وګرځي او د تاوتریخوالي له زیاتېدو دې ډډه وکړي.

 هاوخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو‌ګوترش هم د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید ته په غبرګون کې ویلي، «هغه څه چې وشول سیمه کې به کړکېچ نور هم زیات او نړېوال امنیت ته مستقیم ګواښ دی.»

 امریکا نن یکشنبه سهار د ایران په درېیو مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.

تړلي موضوعات