دیمیتري مدودوف: پر ایران برید سره امریکا سیمه کې نوې جګړې ته ننوتله

دیمیتري مدودوف: پر ایران برید سره امریکا سیمه کې نوې جګړې ته ننوتله نړۍ
د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال امریکا نوې جګړې ته دننه شوه

د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ پر ایران برید سره د امریکا لپاره نوې جګړه پیل کړه.

رویټرز خبري اژانس د نوموړي له قوله راپور کې ویلي، دغه بریدونه به د ټرمپ لپاره د نوبل جایزې ترلاسه کولو لپاره ستر خنډ وګرځي.

بلخوا د روسیې لېبرال ګوند ویلي، پر ایران د امریکا بریدونه له منونکي دلیل پرته ترسره شوي او د نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر د امریکا بریدونه پوځي یرغل بللي په خبره یې غچ اخېستنه یې اوس د مېز پر سر ده.

ها خوا د ایران سپاه پاسداران ویلي، هغه هوایي ډګرونه یې معلوم کړي، چې امریکا پر ایران د بریدونو لپاره ترې استفاده کړې.

تړلي موضوعات