د شریف او پزشکیان ټلیفوني خبرې؛ شریف: د کلکې همکارۍ ډاډ درکوم
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرې کړې دي او پر ایران د امریکا بریدونه یې غندلي دي.
د پاکستان لومړي وزیر دفتر مطبوعاتو څانګې ویلي، چې دې ټلیفوني خبرو کې شهباز شریف پر ایران د امریکا بریدونه غندلي دي او ویلي یې دي، چې د ایران ورور ملت او حکومت ته د کلکې او نه بدلېدونکې همکارۍ ډاډ ورکوم.
د پاکستان لومړي وزیر دې خبرو کې اندېښنه ښودلې چې د امریکا بریدونه پر هغو تاسیساتو شوي چې د نړېوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) تر ساتنې لاندې دي او زیاته کړې یې ده، چې دغه بریدونه د نړېوالو قوانینو او د IAEA د اساسنامې جدي سرغړونه ده.
د یادونې وړ ده، چې پر ایران د امریکا بریدونه د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو په کلکه وغندل او دا یې له نړېوالو اصولو څخه څرګنده سرغړونه وبلله.