د ا.ا.ا اقتصادي پالیسي تائید شوه؛ موخې او لیدلوری یې څه دی؟

د ا.ا.ا اقتصادي پالیسي تائید شوه؛ موخې او لیدلوری یې څه دی؟ سوداګرۍ او اقتصاد

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي د اقتصادي کمېسیون غونډه کې تائید شوه.

یاد معاونیت وايي، چې دا غونډه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ترسره شوې، چې اقتصادي پالیسي په کې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تائید شوه.

د دې پالیسي لیدلوری او موخې څه دي؟

یاده حکومتي اداره همداراز وايي، چې د دې پالیسي لیدلوری «پر اسلامي اقتصادي نظام ولاړ پرمختللی او سوکاله افغانستان»او موخې یې «د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتول، د اشتغال کچې لوړول او د بې‌وزلۍ کمول، پایداره اقتصادي پراختیا او وده، اقتصادي ثبات، سوکالي او اسلامي ټولنیز عدالت ټینګښت» دي.

اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې اقتصادي پالیسي به د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په همغږي کولو، له منابعو څخه د غوره ګټې اخیستنې او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولري.

د یادونې وړ ده، چې د اقتصادي کمېسیون دې غونډه کې د دوو سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو طرحې هم تائید شوې دي.

تړلي موضوعات