حوثی ځواکونو د امریکا بریدونو په غبرګون له ایران خپل ملاتړ اعلان کړ

حوثی ځواکونو د امریکا بریدونو په غبرګون له ایران خپل ملاتړ اعلان کړ نړۍ
د یمن حوثي ځواکونو د ایران ملاتړ اعلان کړ

یمن کې د حوثي ځواکونو سیاسي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې پر ایران د امریکا بریدونه غندل شوي او دا یې د سیمې او نړۍ امنیت ته مستقیم ګواښ بللی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، پر ایران د امریکا وحشیانه بریدونه نه شي کولای د هغه غلام اسرائیلو په وړاندې د بریدونو مخنیوی وکړي.

یاد دفتر دغه اعلامیه نن یکشنبه خپره کړې او پر ایران یې د واشنګټن له لوري بریدونه په کلکه غندلي دي.

اعلامیه کې راغلي، چې پر ایران خاوره د امریکا له لوري بریدونه د نړېوال قانون ښکاره سرغړونه ده او زیاته کړې ده، چې د واشنګټن له لوري دغه بریدونه د سیمې او نړۍ امنیت ته مستقیم ګواښ دی.

دغو ځواکونو پرون شنبه ټینګار کړی و، چې که امريکا د ايران او اسرائيلو ترمنځ جګړه کې په ايران بريدونه وکړل؛ دوی به يې سيمه کې جنګي بېړۍ او نور اهداف په نښه کړي.

تړلي موضوعات