د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس نوې ټاکنې شوې
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس تازه ټاکنې شوې دي.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ پخوانی ولسوال مولوي رحیم الله محمود د فراه ولایت د مرستیال والي په توګه، د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ پخوانی ولسوال حاجي کاکا سیاخه د بادغیس ولایت د مرستیال والي په توګه، د فراه ولایت مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار، د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ د ولسوال په توګه، د کندوز ولایت د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب د کندهار ولایت د زراعت د رئیس په توګه وټاکل شول.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت د چارواکو او مسؤلینو د دندو تغیر او تبدیل د حکومت یو اصل بولي او د نویو ټاکنو هدف د حکومتي چارو لا اغېزمنوالی ښيي.