لوړو زدهکړو وزارت: د پوليتخنیک پوهنتون د نړۍ تحصیلي بنسټونو په منځ کې مهم ځای ترلاسه کړی
د انګلستان لوړو زدهکړو نړېوالې درجه بندۍ سازمان وروستۍ څېړنې له مخې د کابل پوليتخنیک پوهنتون د زرګونو تحصیلي بنسټونو په منځ کې مهم ځای ترلاسه کړی.
د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، یاد پوهنتون د اقلیمي بدلون برخه کې ۲۰۱ او د پاکي او ارزانه انرژۍ برخه کې ۳۰۱ مقام ترلاسه کړی.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه پایله یې انګلستان کې د یاد سازمان رسمي ایمیل له لارې ترلاسه کړې.
د یادونې ده، چې هر کال دوه نړېوالې معتبرې موسسې «د انګلستان لوړو زدهکړو نړېوالې درجه بندۍ سازمان او د چین شانګهای درجه بندۍ سازمان» د نړۍ شاوخوا ۲۵ زره پوهنتونونو څېړنه کوي او یوازې هغو پوهنتونونو ته چې په لوړه کچه سټنډرډونه مراعتوي د هغوی په نړېوال نوملړ کې ځای ورکوي.