افغان او روسي چارواکي افغانستان کې د بندونو په جوړولو غږېدلي
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په ملتیا افغان پلاوي د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال پاول سورکین او نورو چارواکو سره کتلي دي.
دواړو لوریو افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو، د تخنیکي انجنیرانو د استولو او د اوبو لګولو د نویو ټکنالوژیو په برخه کې د تجربو د تبادلې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي.
افغان وزیر له روسي لوري غوښتي، چې په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو او په ځانګړي ډول د غزني ولایت د سردې بند پاتې پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي.
د افغانستان کرنې وزارت د خبر له مخې روسي لوري څرګنده کړې، چې ژر به د پروژو د ارزونې او خبرو لپاره د دوی تخنیکي ټیمونه افغانستان ته ولېږل شي او د اړینو همکاریو ډاډ یې ورکړی.
یاده دې وي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو همداراز هوکړه کړې، چې تخنیکي ټیمونه دې د لا زیاتې همغږۍ، تجربو شریکولو او د اوبو سرچینو د مدیریت لپاره دواړو هېوادونو ته واستول شي.