د افغانستان بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره استانبول کې کتلي
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره استانبول کې کتلي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې افغان وزیر مولوي اميرخان متقي نن په استانبول کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سعيدوف سره کتلي.
د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي، چې په دې ناسته کې په ګڼو برخو کې د افغانستان او ازبکستان پر دوو اړخيزو اړيکو، په ځانګړې توګه د سيمهييز اتصال، افغان ټرانس او دوه اړخيزې سوداګرۍ خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۱مه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې هېواد ته په سفر تللی دی.