حوثي ځواکونو ویاند: که امريکا په ايران بريد وکړ؛ جنګي بېړۍ او نور اهداف به يې په نښه کړو

حوثي ځواکونو ویاند: که امريکا په ايران بريد وکړ؛ جنګي بېړۍ او نور اهداف به يې په نښه کړو نړۍ

يمن کې د حوثي ځواکونو وياند ډګروال يحيی سريع نن شنبه ويلي، که امريکا د ايران او اسرائيلو ترمنځ جګړه کې په ايران بريدونه وکړل؛ دوی به يې سيمه کې جنګي بېړۍ او نور اهداف په نښه کړي.

دې غورځنګ په خپل رسمي چېنل «المسيرة» په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې «اسرائيلي دښمن په سيمه د ولکې په هڅه کې دی، ځکه په ايران، يمن، لبنان او فلسطين بريدونه کوي».

حوثیانو ټينګار کړی چې د اسرائيلو په ملاتړ د امريکا هر بريد زموږ د امت د غلام کولو او زموږ د وطنونو د اشغال په معنا دی او که امريکا په ايران تېری وکړ، موږ به يې سره بحيره کې جنګي او نورې بېړۍ په نښه کړو.

حوثي ځواکونو ویاند اسلامي هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې هر اسلامي يا عربي دولت چې د صهيونيانو تر بريد لاندې راشي، يا اسرائيلو سره د ټکر پرېکړه وکړي؛ موږ به يې تر څنګ ولاړ يوو. 
خبرپاڼې زياته کړې ده چې «موږ به کله هم غزه يوازې پرېنږدو او نه به په سيمه کې امريکايي او صهيوني پلانونه پلي کېدو ته پرېږدو».

حوثیانو له صهيونيانو سره د ايران جګړه د ټول امت جګړه بللې ده او ويلي يې دي چې موږ د دښمن حرکات څارو او د خپل وطن او ملت د دفاع لپاره به هر لازم ګام پورته کړو.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې امريکا، انګلستان او اسرائيلو يمن کې د حوثي ځواکونو اړوند اهداف په نښه او تر سختو بمباريو لاندې ونيول، خو دې غورځنګ هيڅ تنازل و نه ښود، وروسته د امريکا ولسمشر په خپله په دوی د بريدونو د درولو اعلان وکړ، خو حوثيانو په اسرائيلي مېشتو سيمو خپل بريدونه جاري وساتل او ټينګار يې وکړ چې تر څو په غزه د اسرائيلو بريدونه روان وي، د دوی بريدونه به هم و نه درېږي.

تړلي موضوعات