قطر: ایران ته ځواب ورکول یې حق دی

قطر: ایران ته ځواب ورکول یې حق دی نړۍ
انځور ارشیف

وروسته له هغې چې ایران په قطر کې د امریکا العدید په نوم پوځي اډه په نښه کړه، قطر په ځوابي برید ټېنګار کړی دی.

ایران وايي، په العدید نظامي اډه د دوی برید د ملګرو ملتونو د ۵۱ مې مادې په بنسټ شوی دی.

خو له بل لوري قطر امنیت شورا ته په لیږلي لیک کې ویلي، ایران یې پر خاوره ښکاره تېری کړی او ځواب ورکول یې حق دی.

د قطر دې لیک وروسته د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د ایران له لوري دفاعي برید دوست هېواد قطر ته نه دی منسوب او ایران له قطر سره تاریخي او نېکو اړیکو ته ژمن دی.

بقايي زیاتوي، د ایران حکومت د امریکا او ملاتړو له لوري د هغو سیاستونو مخنیوي کوي چې له امله یې ایران سره د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د اړیکو د خرابېدو لامل ګرځي.

په ټوله کې باور دادی، چې اسرائیل او امریکا غواړي په یو ډول جګړه د اسلامي هېوادونو تر منځ خپره او له دې لارې خپل قوت غښتلی او مسلمانان نور هم سره وپاشي.

تړلي موضوعات