د ګډې جګړې اصلي هدف چې ارمان پاتې شو! ټرمپ: نه غواړم په ایران کې د رژیم بدلون وشي

د ګډې جګړې اصلي هدف چې ارمان پاتې شو! ټرمپ: نه غواړم په ایران کې د رژیم بدلون وشي نړۍ

پر ایران هېواد د اسرائیلي اشغالګرو او امریکا د ګډې جګړې اصلي اهداف چې د جګړې پیل کې دوی ټاکلي وو، هغه د ایران اټومي تاسیسات له منځه وړل او ایران کې د دولت بدلون و، خو د جګړې پای ته رسېدو سره کوم اهداف ترلاسه شول؟

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سه شنبه تازه ویلي، چې دی نه غواړي په ایران کې د رژیم بدلون (د حکومت نسکورول) وشي، ځکه چې دا به د ګډوډۍ سبب شي.

ټرمپ چې د ناټو د سرمشریزې لپاره د « اېر فورس ون» الوتکه کې خبریالانو ته خبرې کولې، زیاته کړه چې ایران به هېڅکله اتومي وسله ترلاسه نه کړي او دا یې هم وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته زنګ وهلی او وړاندیز یې کړی چې د ایران په اړه مرسته وکړي.

پر ایران د اسرائیلو له بریدونو وروسته د ایران چارواکو په وار وار ویلي و، چې اسرائیل غواړي چې د لوړ پوړو ایراني چارواکو په نښه کولو او پراخو بریدونو له لارې د ایران دولت بدل کړي او دلته د خپلې خوښې یو حکومت جوړ کړي؛ هغه وخت ایراني چارواکو دا د اسرائیلو یوه «ناکامه هڅه» بللې وه.

سیاسي شنونکي په دې اړه وايي، اوس چې جګړه پای ته رسېدلې ایران توانېدلی چې د امریکا او اسرائیلو هغه ګډ اهداف چې غوښتل یې ایران کې یې ترلاسه کړي؛ بشپړه توګه یې مخه نیولې.

یاده دې وي، چې ایران او اسرائیل له څو ورځو سختو جګړو وروسته پر اوربند سلا شوي دي او هغه جګړه پای مومي چې دواړو لوریو په لنډه موده درانه زیانونه ولیدل.

تړلي موضوعات