غزه کې پر اسرائیلي اشغالګرو کمین؛ ۴ وژل شوي او ۱۵ مرګوني ټپیان دي
د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې القسام خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د غزې خان یونس کې پر اسرائیلي اشغالګرو کمین ترسره کړی دی.
القسام ویلي، چې دې برید کې ۴ اسرائیلي پوځيان وژل شوي او ۱۵ نور مرګوني ټپیان دي او جګړه لا هم روانه ده.
بلخوا «حدشوت زمان» اسرائیلي رسنۍ دې جګړه کې د وژل شويو اسرائیلي پوځيانو شمېر ۸ تنه ښودلی دی.
الجزیرې تلوېزیون د اسرائیلي رسنیو په حواله ویلي، چې جګړه لا هم روانه ده او ځینې اسرائیلي عسکر لا درکه دي.
اسرائیلي رسنۍ وايي، چې صهیونستي پوځ هڅه کوي سیمه په کنټرول کې واخلي او د لا درکه پوځیانو پلټنې روانې دي او داسې وېره هم شته چې ځيني عسکر د القسام مجاهدینو نیولي وي.
د مرګ ژوبلې تر څنګ راپورونه وايي، چې القسام ځواکونو دې کمین کې د اسرائیلي پوځ څو پوځي وسایط هم له منځه وړي.
یاده دې وي، چې غزه کې پر اسرائیلي اشغالګرو د فلسطین جهادي غورځنګونو بریدونه دوام لري، چې اسرائیلي پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اړوي.