اسرائیلو کې لګېدلو توغنديو ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د اسرائیلو بېړنیو خدماتو ادارې سي اېن اېن ټلوېزیون ته ویلي، دا بریدونه نن سه شنبه سهار مهال شوي چې له امله یې ۷ تنه ځای پر ځای وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
سرچېنې لیکلي، ایراني توغندي د اسرائیلو بیرشیوا ښار کې لګېدلي او له چاودنو وروسته په سیمه کې لوګي لیدل شوي چې پراخ زیان یې اړولی دی.
خپلواکې رسنۍ د ایران توغندیو کې اسرائیلو ته اوښتې مرګ ژوبله زیاته ښيي خو اسرائیلي چارواکي بیا وايي، په تېرو ۱۲ ورځو کې چې سلګونه توغندي د ایران له لوري په اشغال شوې خاوره لګېدلي یوازې ۲۸ کسان پکې وژل شوي دي.
دا له امریکا سره له اوربند وروسته د اسرائیلو پر جنوب د ایران خونړی برید دی.
د ټرمپ له لوري د اسرائیلو او ایران ترمنځ د اوربند خبره وروسته له هغې رسنیزه شوه، چې تهران تېره شپه په قطر کې د امریکا پوځي اډه په نښه کړه.