اداري مرستیال ترکیه کې د ا.ا سفیر ته: د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړئ

اداري مرستیال ترکیه کې د ا.ا سفیر ته: د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړئ افغانستان
انځور حریت راډیو

د ریاست الوزراء ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ترکیه کې د افغانستان نوي سفیر شیخ صنیع الله فرهمند سره کتنه کې د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې.

ارګ ویلي، دې کتنه کې ښاغلي حنفي له فرهمند څخه غوښتي، چې د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق باید د هر وخت په پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو جوړولو لپاره زیاتې هڅې وشي.

ښاغلي فرهمند ډاډ ورکړی، چې د دواړو هېوادونو اړیکو ټینګښت او ترکیه کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

دغه کتنه داسې مهال شوې، چې دوه ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ترکي سیال هاکان فیدان سره کتنه کې دواړو لوریو د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

تړلي موضوعات