موان هوايي ډګر کې دېوال سره د الوتکې ټکر له امله ۸۵ کسان وژل شوي دي
دا پېښه نن یکشنبه د جنوبي کوریا په سیمه ییز وخت ۹ بجې شوې ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، الوتکه کې ټول ۱۸۱ کسان سپاره و او له ټایلنډ څخه د جنوبي کوریا په لوري وه چې موان هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال له ځغاست لېکې ووته او له دېوال سره ټکر شوه.
اسوشیټېډ پرېس وایي، په پېښه کې وژل شوي ۴۶ یې ښځې او ۳۹ یې نارینه دي.
سرچینې الوتکه د جیجو ایر هوایي شرکت اړوند بللې او په پېښه کې یې د ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک یاد کړی دی.