تېره ورځ ۲۵۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې تېره ورځ د تورخم (ډیورنډ فرضي کرښې)، د هرات اسلام کلا، سپین بولدک او نیمروز له ۲۴۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون مسؤلینو ویلي، له دې کورنیو سره د ثبت، تثبیت، استقبال، ټرانسپورټ او لېږد، مالي چارو د تنظیم، د خدماتو او روغتیايي چارو، د کارموندنې او د پوهاوي کمېټو په ګډه خپل مسوولیتونه ادا کړي.
د خبرپاڼې په اساس په دغو راستنو شویو کورنیو کې ۵۱ د اسلام کلا، ۸۴ د نیمروز، ۴۹ د سپین بولدک او ۵۷ د تورخم له لارو هیواد ته راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ هېواد ته په لسګونو کورنۍ له ګاونډيو هېوادونو په جبر راستنېږي، چې اسلامي امارت ورته د پوره چمتوالي خبر ورکړی دی.