دریو میاشتو کې نږدې ۲میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

دریو میاشتو کې نږدې ۲میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي افغانستان
انځور ارشیف

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال شیح عبدالرحمن راشد ویلي، تېرو درېیو میاشتو کې له ایران، پاکستان او ترکیې یو میلیون ۹۸۹ زره او ۵۹۳ افغان کډوال په جبر ایستل شوي.

شیخ عبدالرحمن راشد د یاد وزارت یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پر مهال ویلي، د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان په اساس ۲۹ ولایتونو کې د ۳۸ منظور شویو ښارګوټو له ډلې یې د ۲۹ هغو سروې بشپړه شوې او د پاتې نورو دوام لري.

د نوموړي په خبره، لا هم د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې ۶ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډیو په ځانګړي ډول ایران څخه د کډوالو ایستلو لړۍ چټکه شوې او اسلامي امارت هڅه کوي دغه پروسه په ښه ډول مدیریت کړي.

تړلي موضوعات