قطر د کډوالو مدیریت کې له افغانستان سره مرسته کوي
د قطر بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر دوکتور محمدبن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره ټیلفوني خبرو کې د کابل او دوحې پر دوه اړخیزو اړیکو او بېرته راستنېدونکو کډوالو پر مدیریت خبرې کړي.
ښاغلي الخلیفي ویلي، افغانستان ته د بېرته راستندونکو کډوالو وضعیت له نږدې څارې او په مدیریت کې به یې اسلامي امارت سره مرسته وکړي.
محمد بن عبدالعزیز الخلیفي همداراز ويلي، جرمني ته د افغان ډيپلوماټانو استولو پاتې پروسې کې هم خپل مثبت رول ته دوام ورکوي.
بلخوا مولوي امیرخان متقي جرمني سره د ډيپلوماټانو په منلو کې د قطر منځګړیتوب هرکلی کړی او ویلي یې دي، جرمني کې افغان ډيپلوماټان به هلته مېشتو افغانانو لپاره په پوره روڼتیا کونسلي خدمات وړاندې کړي.