د ا.ا سفیر ترکمنستاني چارواکو سره د سیمه ییزو پروژو په اړه خبرې کړې
ترکمستان کې د افغانستان سفیر فضل محمدصابر د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت معین احمد قربانوف سره کتلي.
عشق اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو خبرې اترې شوې.
د سیمهییزو پروژو «ټاپي، ټاپ» او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ اتصال طرحه د دې خبرو اصلي اجنډا وه.
د یادونې ده، چې تېرو څلور کلونو کې د کابل او عشق اباد ترمنځ اړیکې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو چارواکي هڅه کوي بېلابېلو برخو کې د همکاریو سطحه تر بل هر وخت پیاوړې کړي.