د ټرمپ غوږونه دي خلاص وي، افغانستان هیچا سره نظامي تعامل نه غواړي

د ټرمپ غوږونه دي خلاص وي، افغانستان هیچا سره نظامي تعامل نه غواړي سیاست
د امریکا ولسمشر ته د بهرنیو چارو وزیر سرخلاصې خبره

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یاد وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ څخه د ډيپلوماټانو فراغت غونډې ته په خبرو کې د بګرام هوایي اډه کې د بهرنیو ځواکونو ځای پر ځای کېدو په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا رد او له حقیقته لرې وبلله.

مولوي امیرخان متقي ویلي، امریکا باید افغانستان، افغانان او اسلامي امارت درک کړي په خبره یې، اسلامي امارت بهرنیو ځواکونو د منلو سره تعامل نه کوي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، افغانستان هیڅکله بهرنی نظامي حضور نه مني او دا خبره باید ټرمپ په خلاصو غوږو واوري.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت نړۍ سره سیاسي، اقتصادي او ډيپلوماټیک تعامل کوي او هیڅ ډول نظامي تعامل ته حاضر نه دي.

متقي نړۍ‌والو ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې د هیڅ هېواد یو نظامي هم شتون نه لري.

د بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغې دغه څرګندونې کړې، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په وار وار د بګرام هوایي اډه کې د چین له حضور اندېښنه ښودلې.

تړلي موضوعات