اسلامي امارت د سیمې پرمختګ په رسمیت پېژندنه پورې مشروط وي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، اسلامي امارت تېرو څلور کلونو کې د سیمې هېوادنو سره بېلابېلو برخو کې ښه تعامل کړی، نو اوس باید رسمیت پېژندنې ته رامخته شي.
بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د یاد وزارت ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ یوې غونډې ته کړې دي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، د سیمې هېوادونه باید د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې سره نورو پرمختګونو ته لار پرانیزي.
نوموړي همداراز په جبري ډول د افغان کډوالو ویستلو بهیر ځورونکی بللی او ویلي یې دي، د ایران ولسمشر او نورو چارواکو سره یې په وار وار د کډوالو په تدریجي ستنولو خبرې کړي.
نوموړي غوښتنه کړې، چې کډوال باید په عزت سره ستانه شي او کوربه هېوادونه باید د کډوالو ایستلو کې نړیوال او د ګاونډیتوب اصول مراعت کړي.