د تولیدي فابریکو کمپلېکس پرانېستل شو

د تولیدي فابریکو کمپلېکس پرانېستل شو بیارغونه او پراختیا

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري ساعت وړاندې په ملي پراختیا شرکت کې د څو تولیدي فابریکو کمپلېکس پرانېسته وشوه.

ملا برادر اخوند د دغه کمپلېکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام وباله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو د افغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا کې به د پام وړ مرسته وکړي.

نوموړي همداراز وویل، چې د تولیدي فابریکو دغه کمپلېکس کې به ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي، د سیمه ییزو او بهرنیو بازارونو په نسبت به هېوادوالو ته په ارزانه بیه تولیدات وړاندې شي او په لویه کې به دغه کمپلېکس د هېواد د ملي اقتصاد په تقویه کې مؤثر رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د تولیدي فابریکو دغه کمپلېکس اوسمهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلېکسونو لپاره د ماشین آلاتو او کرنیزو وسایلو، د صنعتي او کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، ټرانسپورټي وسایطو، فلزي عناصرو، برقي وسایلو، مختلفو پرزه جاتو او د کانالونو او اوبو بندونو د دروازو د قطعاتو په شمول ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي، چې یوشمېر تولیدات یې نندارې ته هم وړاندې شول.

تړلي موضوعات