کابل ښاروالۍ تېر کال ۸۳ کیلومټره سړکونه جوړ کړي

کابل ښاروالۍ تېر کال ۸۳ کیلومټره سړکونه جوړ کړي بیارغونه او پراختیا
کابل ښاروالۍ له لوري جوړ شوي سړکونه

د کابل ښاروالۍ وایي، دغې ادارې تېر کال له خپلې بودیجې کابل کې بېلابېلي بنسټیزې پروژې پلي کړې دي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، تېر کال یې له ۸۳ کلیومټره زیات عمومي او فرعي سړکونه جوړ کړي.

د یادې ادارې مسئولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، یاد بنسټ د کابل چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه یې د لسګونه زره متر مربع چمن په ګډون شاوخوا یو میلیون نیالګي او زینتي بوټي هم کېنولي دي.

مسولینو همداراز وویل، د ښاریانو د خوندیتوب او چاپيریال ساتنې په موخه یې له ۱۹ زرو زیات سپي راټول او واکسین کړي دي.

تړلي موضوعات