افغان حکومت د یوې بهرنۍ کمپنۍ سره د برېښنا تولید هوکړه لاسلیک کړه

افغان حکومت د یوې بهرنۍ کمپنۍ سره د برېښنا تولید هوکړه لاسلیک کړه بیارغونه او پراختیا

د افغانستان برېښنا شرکت نن د قرغیزستان او ازبکستان هېوادونو پانګوالو صدف انرژۍ کمپنۍ سره د برېښنا تولید او ظرفیت لوړونې برخو کې د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

یادې حکومتي ادارې ویلي، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د هوکړه لیک لاسلیک پر مهال د یادې کمپنۍ مسؤل علي شیر ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان کې اوس د برېښنا تولید پروژو پانګونې برخو کې هر ډول شرایط اسانه شوي او دوی په بشپړه ډاډمنه توګه پانګونې کولای شي.

برېښنا شرکت پر وېبپاڼه لیکلي، چې دوی له دې وړاندې د ترکیې، چک سلواکیا هېوادونو په ګډون ګڼو نړېوالو کمپنیو سره د برېښنا تولید او ظرفیت لوړونې برخو کې د پانګونې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، چې دا مهال یې پر یو شمېر پراختیايي پروژو عملي کار هم په چټکۍ روان دی.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت د برېښنا تولید پروژو ته لومړیتوب ورکړی او هڅه کوي، چې له څو لارو افغانستان کې د برېښنا تولید ته زمینه برابره کړي.

تړلي موضوعات