نورستان کې ۱۹ ښوونځیو ته لمریزه برېښنا برابرېږي او څلور روغتیايي مرکزونه جوړېږي

نورستان کې ۱۹ ښوونځیو ته لمریزه برېښنا برابرېږي او څلور روغتیايي مرکزونه جوړېږي بیارغونه او پراختیا

د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) مسؤلينو د نورستان له مرستيال والي فيصل مختار سره ليدنه کې ويلي، چې غواړي په نورستان ولایت کې د زېربنا، روغتيا، پوهنې، سړکونو، پلچکونو او کوچنيو برېښنا بندونو جوړولو له لارې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د یاد بنسټ مسؤلینو دې کتنه کې همداراز ویلي، چې ۱۹ بابه ښوونځیو ته به د لمریزې برېښنا اسانتياوې برابرې او څلور نوي روغتيايي مرکزونه به راتلونکي کې جوړ کړي او په چتراس سیمه کې د دوی په مالي ملاتړ جوړ شوى کوچنى برېښنا بند به هم ډېر ژر پرانېزي.

بلخوا دې لیدنه کې د نورستان مرستیال والي دوی ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی؛ خو دا يې هم ويلي چې په دې ولایت کې د دولتي بوديجې له لارې د بنسټيزو پروژو چارې روانې دي او که د UNDP لخوا لا نورې پروژې هم پیل شي نو ولسونو ته به سترې ګټې ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې نورستان تېرو حکومتونو کې له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې ولایت حسابېده چې اسلامي امارت بیا حاکمیت سره هلته ګڼې پروژې پلي شوې او ګڼو نورو پروژو چارې روانې دي.

تړلي موضوعات