د پاشدان بند چارې په چټکۍ روانې دي

د پاشدان بند چارې په چټکۍ روانې دي بیارغونه او پراختیا

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د هرات ولایت د پاشدان بند پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

یاد وزارت ویلي، چې پاشدان بند د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍکې موقعیت لري، چې د اوبو او انرژۍوزارت تر کار لاندې سترو پروژو څخه ده.

وزارت همداراز ویلي، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به ۵۴میلیونه متره مکعب اوبه زېرمه، دوه مېګاواټه برېښنا به تولید او ۱۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت د اوبو مهار او ځمکې لاندې اوبیزو سرچینو پیاوړتیا برخه کې ګڼې پروژې پلي کړې او ګڼې نورې تر کار لاندې دي.

تړلي موضوعات