د پکتیکا – زرمت سړک د بیارغونې چارې پیل شوې
د ټولګټو وزارت نن دوشنبه د پکتیکا - زرمت د ۳۸.۷ کیلومټره سړک د اساسي بیارغونې چارې پیل کړې.
د یاد وزارت له لوري په ورکړل شويو معلوماتو کې راغلي، دغه پروژه چې ۳۸.۷ کیلومټره اوږدوالی لري د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې څخه پیل او د پکتیا تر زرمت ولسوالۍ پورې رسېږي.
په ورته مهال د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د پکتیا او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو لېږد کې چټکتیا رامنځته او د یادو سیمو اوسېدونکو تګ راتګ ستونزه به حل شي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت تېرو څلور کلونو کې د هغو سړکونو د بیارغونې چارې پیل کړې، چې تېرو څو لسیزو کې له پامه غورځېدلي وه، چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو له لاس او ګرېوان وو.