ملا برادر: موږ ۶۰ کاله وروسته وتوانېدلو چې له کاره لوېدلې یا ویجاړې فابریکې فعاله کړو
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ملي پراختیا شرکت له لوري د صنعتي فابریکو پرانېست غونډه کې ویلي، چې د دې فابریکو پرانېستې سره به د هېواد کرنیزه او صنعتي برخه تر ډېره پر ځان بسیا شي.
ښاغلي ملا برادر زیاته کړې، چې موږ ۶۰ کاله وروسته په دې وتوانېدلو چې غیري فعاله، له کاره لوېدلې یا په بشپړ ډول ویجاړې شوې تولیدي فابریکې فعاله کړو، چې نن یې د ځینو نمونې تاسو ته ښودل کیږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ملي پراختیا شرکت په دغو فابریکو کې به ۱۰۵ ډوله توکي تولیديږي چې د سیمې هېوادونو تر څنګ به نړېوالو بازارونو ته هم وړاندې کیږي.
د یادونې وړ ده، چې نن د ملي پراختیا شرکت له لوري د څو صنعتي فابریکو پرانېسته وشوه.