زلمی خلیلزاد: پاکستان کې د کوکنارو کرکېله زیاته شوې

زلمی خلیلزاد: پاکستان کې د کوکنارو کرکېله زیاته شوې سیمه
انځور ارشیف

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان کې د کوکنارو کښت له زیاتېدو خبر ورکړی.

خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان دولت له کنټروله وتلو سیمو په ځانګړي ډول بلوچستان کې د کوکنارو کرکېله زیاته شوې چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

نوموړي د کنایي په ډول ویلي، ایا پاکستان د کوکنارو کرکېله کې د افغانستان ځای ناستی شوی؟

ښاغلي خلیلزاد داسې مهال د کوکنارو کښت د پاکستان ځای ناستې کېدو خبره کړې، چې د افغانستان حکومت د اسلامي امارت مشرتابه په امر د نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې او دغه پدیده یې صفر ته نږدې کړې.

تړلي موضوعات