د غزني سلطان بند د حفظ او مراقبت چارې پیل شوې

د غزني سلطان بند د حفظ او مراقبت چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د غزني ولایت سلطان بند

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت یې د غزني ولایت سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې پیل کړې.

د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور د یادې پروژې پرانېستي پرمهال د اوبو مدیریت او د کرنې ودې برخه کې دغه پروژه حیاتي بللې.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د سلطان بند لوړوالی له ۳۵ څخه ۳۷ اعشاریه ۵ مترو او د اوبو ذخیره کولو وړتیا له ۹ میلیونه متر مکعب څخه ۱۳ میلیونه متر مکعب ته لوړه شي.

سلطان بند د ۱۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري روزګان کې د نږدې ۱۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د شفلوغ بند د جوړولو چارې هم پیل شوې.

تړلي موضوعات