کابل نړېوال بازار ته د صادراتي توکو انتقال کې له باکو مرسته غوښتې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د باکو نړېوال بحري بندر څخه د لیدنې پر مهال د یاد هېود له چارواکو غوښتي، چې نړېوال بازار ته د افغانستان سوداګریزو توکو ته زمینه برابره کړي.
اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د یاد هېواد چارواکو افغانستان سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلې په خبره یې، باکو بندر د لارجوردو دهلېز په مسیر کې موقعیت لري چې ترکیې او اروپا ته د افغانستان صنعتي توکو، کرنیزو محصولاتو او کاني توکو صادراتو ته چمتو دی.
یاد معاونیت زیاته کړې، دواړو لوریو د ګډې تخنیکي کمېټې په جوړولو هوکړه کړې، څو د دغه بندر له لارې د ګډې سوداګرۍ او ټرانزیټ د رامنځته کېدو په موخه موجود امکانات و ارزوي او اسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادونې ده، چې د باکو نړېوال بحري بندر دا مهال په کلنې ډول د ۱۵ میلیون ټنه توکو د انتقال ظرفیت لري، چې راتلونکي کې به دا کچه ۲۵ میلیون ټنه توکو ته ورسیږي.