د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران او سېلابونو اټکل

د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران  او سېلابونو اټکل افغانستان

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې نن او سبا د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو پېښېدو اټکل دی.

د حکومت د هوا پېژندنې دې ادارې ویلي، چې دا اټکل په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګ، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې دی، چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۴۵ ملي مترو پورې اټکل شوې.

یاده اداره زیاتوي، چې همدارنګه په ختيځو، سوېل ختیځو، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل هم شته چې د سرعت کچه يې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې وړمه اوونۍ هم د هېواد څو ولایتونو کې د تېز اورښت له امله سېلابونه راوتلي وو، چې مالي زیان ترڅنګ یې مرګ ژوبله هم لرله.

تړلي موضوعات