روان کال ۱.۴ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي

روان کال ۱.۴ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي افغانستان
ایرانه افغانستان راستانه شوي افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، د روان کال له پیله تر دې دمه افغانستان ته ۱.۴ میلیونه افغانان ستانه شوي.

 یادې کمېشنرۍ په خپل راپور کې راغلي، د ستنو شویو افغانانو له ډلې یې یو میلیون کسان له ایران اېستل شوي دي.

 یاد بنسټ ویلي، د بیرته راستنو شویو کډوالو لپاره د مالي سرچینو په لټه کې دي، خو په عین حال کې یې اندېښنه ښودلې، چې د مالي محدودیتونو له کبله به راټولې کړې مرستې یوازې څو اونۍ دوام وکړي.

 یو اېن ایچ سي ار له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دوی د اړتیا وړ بودیجه ورته برابره کړي او دې حساس وخت کې دې له افغانانو مخ نه اړوي او د هغوی تر څنګ دې ودریږي.

 بل‌خوا ایراني چارواکو ویلي، تېره ورځ ۳۸ زرو پورې افغانان د دوغارون تنګي له لارې هېواد ته ستانه شوي.

تړلي موضوعات