ایکو سازمان ته د افغان پلاوي ورکړې ژمنې او ترې غوښتنې څه دي؟
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند تېره ورځ د اقتصادي همکاریو سازمان «ایکو» ۱۷ مه سرمشریزه کې کډون او هر اړخیزه وینا وکړه.
اقتصادي مرستیال خپله وینا کې یاد سازمان ته د ځینو ژمنو ورکولو ترڅنګ غوښتنې هم کړې دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، اسلامي امارت د سیمي او ګاونډیو هېوادونو ته د هغوی پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدو، د نشه یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه، د سیمه ییزې همکارۍ پیاوړتیا لپاره د اوسپنې پټلۍ پروژې ملاتړ، د ټاپي پروژې له لارې د سیمې هېوادونو سره د همغږي لا پیاوړي کول، د شمال – سویل له پروژې ملاتړ اعلانول او هېوادونو سره د تعامل له لارې د اړیکو پراخول هغه ژمنې دي، چې اقتصادي مرستیال د ایکو سازمان غړو هېوادونو ته ورکړې دي.
خو د ایکو سازمان غړو هېوادونو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل، د سوداګرۍ او ټرانزیټ استفادي لپاره د لاجوردو لارې مسیر کې د پرتو هېوادونو د ملاتړ او همکاري، کابل کې د ایکو سازمان راتلونکې سرمشریزې دایرول، د یو باثباته، باوري او همکار افغانستان سره د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا لپاره د همغږۍ فضا جوړول او افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کول هغه غوښتنې دي، چې اقتصادي مرستیال د ایکو سازمان غړو هېوادونو ته مطرح کړې دي.
د لسو غړو هېوادونو په ګډون د ایکو سازمان ۱۷مه سرمشریزه تېره ورځ د اذربایجان په کوربتوب پیل شوه.