مسکو کې د افغانستان سفیر د خپل باورلیک کاپي روسي حکومت ته سپارلې
روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي، د اسلامي امارت فوق العاده استازي مولوي ګل حسن حسن د خپل باور لیک کاپي د روسیې فدراسیون بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري یوریویچ ته سپارلې.
د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، د باورلیک اصل به وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د روسیې ولسمشر ته وړاندې شي.
روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن تېره اونۍ مسکو کې د افغانستان سفارت چارې رسما پیل کړې.
روسیه لومړنی هېواد دی چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژنده.