د اړیکو پراختیا لپاره د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي

د اړیکو پراختیا لپاره د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي سیاست
د قزاقستان لومړي وزیر سره د اقتصادي مرستیال کتنه

د قزاقستان لومړي وزیر د ایکو سازمان ۱۷مې سرمشریزې څنډه کې د افغانستان ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره کتنه کې د افغانستان او قزاقستان په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې.

د اقتصادي معاونیت د خبر له مخې دې کتنه کې د قزاقستان لومړي وزیر ویلي، افغانستان سره د اړیکو لا پراختیا لپاره به یې نږدې ورځو کې د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړي.

نوموړي همداراز افغانستان کې د تورغونډۍ – هرات اوسپڼې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې د پیل خبر هم ورکړی.

بل‌خوا دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر قزاقستان سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو ته په اشارې ویلي، کابل د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو لپاره د عملیاتي شرکت په جوړولو کار پیل کړی او ژر به قزاقي لوري ته ور وپېژندل شي.

ملا برادر همداراز ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د نړېوال حمل او نقل او ټرانسپورټ په اړه د هوکړې مسودې ترڅنګ له ایران، قزاقستان او ترکمنستان سره په صنعتي، سوداګریز او ټرانسپورټي ډګر کې د همکارۍ هوکړه‌لیک هم وروستی کړی.

نوموړي دې برخه کې د قزاقستان همکارۍ اړینه بللې.

تړلي موضوعات