پنځو اسرائیلي سرتېرو هغه څه افشا کړي چې هيڅ اسرائيلی يې اورېدل نه غواړي!

پنځو اسرائیلي سرتېرو هغه څه افشا کړي چې هيڅ اسرائيلی يې اورېدل نه غواړي! نړۍ

ټول هغه څه چې د اسرائيلي رسنيو له لوري د غزې د جګړې اړوند خپرېږي؛ رښتيا نه دي. برعکس ډېر هغه څه چې هلته روان دي له خلکو پټ ساتل کېږي. دا خبرې پنځو اسرائيلي عسکرو له اسرائيلي ورځپاڼې «هاآرتس» سره مرکه کې کړې دي، چې له هغو کړاوونو يې پرده پورته کړې چې غزه کې په روانه جګړه کې اسرائيلي پوځ ورسره مخ دی.
رسنيو دغو خبرو ته په اشاره ويلي چې دا هغه څه دي چې هيڅ اسرائيلي وګړی يې اورېده نه غواړي. د الجزيره عربي له راپور سره سم «هاآرتس» ليکلي چې دغه پنځه عسکر له ښوونځي له فارغېدو سره سم غزې ته واستول شول او له همغه وخته تر نږدې ۲۱ مياشتو په جګړه کې ښکېل دي.

دغو سرتېرو غزه کې د حماس ضد جګړه خورا سخته او ستومانوونکې بللې چې په وينا يې «دا هغه واقعيت دی چې اسرائيلي پوځ يې له داسې نااميدۍ، غوسې او ډار سره مخ کړی چې له حرکته يې غورځولی دی او د پای ته رسېدو هيڅ درک يې هم نه لګي».
سرچينې زياته کړې ده چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جنګېدونکو سرتېرو غږونه لا هم د اسرائیلي ولس تر غوږو نه رسېږي. ان که خبریالان هم د سرتېرو له ډلګيو سره یو ځای شي، نو هغه کيسې نه کوي چې هره ورځ هلته پېښیږي، بلکې داسې صحنې ورته چمتو کېږي چې له مخکې تنظیم شوې وي.

د راپور له مخې د اسرائیلي پوځ قومندانان او ویاندویان هغه څوک دي چې دا ټاکي چې کوم سرتېری له خبریالانو سره وغږېږي او هغوی ته دا هم ویل کیږي چې څه ووایي او څه ونه وایي.
هاآرتس وايي دغسې کله چې خبریالان بېرته راستنېږي، نو اسرائيلي سرتېري په پوچو شعارونو ستايي، چې دوی «زمري دي» او «ډېر لوړ معنويات لري».
خو د پوځ کوم سرتېري چې د جګړې په ډګر کې دي او په وروستيو مياشتو کې يې هاآرتس سره مرکې کړې دي، د جګړې يو بېخي جلا انځور وړاندې کوي چې د اسرائيلي حکومت له رسمي روايته بدل دي.
د ورځپاڼې له راپور سره سم هغوی له پرله‌پسې زياتېدونکې ستومانۍ سره مخ دي، تر سخت رواني او فزيکي فشار لاندې دي او تل دا وېره ورسره وي، چې ښايي دا ځل به د وژل شويو نوملړ کې د دوی نومونه هم وي.
له سرچينې سره سم ډېری سرتېرو د خپلو نومونو له څرګندولو ډډه وکړه خو يوازې پنځه تنه حاضر شول چې خبرې وکړي، دوی يوازې يوه غوښتنه لرله: «موږ مو جګړې ته واستولو، اوس زموږ خبرو ته غوږ شئ».

د کفير پلې لوا ۲۱ کلن يوناتان
یوناتان چې نوم یې د ورځپاڼې له خوا بدل شوی، اسرائيلي پوځ کې د کفیر د پلي لوا عسکر دی. دا سرتېری د هغه څه کيسه کوي چې د غزې په جباليا پنډغالي کې ورسره مخ شو، دی وايي: «موږ يوه کور ته څېرمه ځايونه نيولي وو، چې يوه ډله سپي رانه تاو شول او بې له ځنډه يې غپل. د لوا مشر د سپيو غپا تنګ کړ او يو په بل پسې يې پرې ډزې وکړې، وروسته يې سرتېرو ته مخ راواړاوه او ويې ويل: دا سپي ترهګر دي او ښايي لېوني هم وي».
یوناتان زیاتوي: "په سبا موږ ته د همدغه کور د پاکولو امر وشو او چې څنګه موږ ورننوتو؛ چاودنه وشوه او زه يې په هوا کړم، خولې مې د وينې خوند نيولی و، ما ويل که زه ټپي يم، خو نه، دا زما د تر ټولو نږدې ملګري وينه وه چې په ما توی شوې وه، وروسته امبولانس هغه يووړ، له همغې ورځې راهيسې نه خوب راځي او نه خوراک کولی شم».

نوموړی وايي: "یوه شپه قومندان د شپې د څوکۍ راته وويل، زه چې څو دقیقې ودرېدم؛ د ساه تنګۍ احساس مه وکړ او بيا لرې په منډه شوم چې مخ ووينځم... افسر چې خبر شو ما ته يې ويل چې سبا بايد د انضباطي محکمې ته حاضر شې او بيا يې زه ۲۸ ورځې بندي کړی وم».

د پراشوټي کشفي واحد شل کلن غړی أورو
شل کلن أورو چې هاآرتس يې نوم بدل کړی، هم غزه کې خپله يوه تجربه داسې بيانوي:
"یوه ورځ د خان یونس په ویجاړو شوو کورونو کې روان وو، هلته مو د یوې بمبارۍ پاتې‌شوني کتل، چې ناڅاپه مو پنځه یا شپږ مړي ولیدل، ځینې داسې ښکارېدل لکه وږو سپیو چې خوړلي وي. دوه ماشومان هم په کې وو. دا یوه ترخه او نه هېریدونکې صحنه وه."

د غفعاتي لوا ۲۱ کلن غړی أومير
اومیر وايي: "ډېره سخته ده چې سړی دا ومني چې د دې جګړې يوازې ۲۰ مياشتې شوې دي، ما ته خو له لسو کالو هم اوږده برېښي».
هغه زياته کړې ده: «د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې وروسته موږ تیاری ونیو چې غزې ته لاړ شو. ډېر خوښ وو؛ فکر مو کاوه چې یوه لویه موخه ده. خو اوس پوهېږم چې دا يوه ډېره احمقانه هيله وه. له ما غلط دي چې څومره خلک زموږ له لوا، ښوونځي، کلي او کورنۍ وژل شوي دي، زه د بل يو تن د مرګ خبر هم نه شم اورېدی، دا ما له منځه وړي».

د اومير په وينا «خلک په دې اند دي چې سرتېري د جګړې له امله وژل کېږي، رښتيا دا ده چې ډېرې یې د قومندانانو د ناغيړيو او د ودانيو د نړولو او له منځه وړلو لپاره د ناکافي وسلو او تجهيزاتو له امله مري. وروسته رسنۍ لګيا شي چې د بم چاودنه کې يو سرتېری وژل شوی او ټول ګومان کوي چې دا منطقي ده. داسې برېښي چې هيڅوک د دې په غم کې نه دي. د خلکو له بيدارۍ مخکې زه خپل څومره ملګري بايد تر خاورو لاندې کړم؟».

د ناحال کشفي ټولي غړی ۲۱ کلن يائير
یائير د هغه کمین کيسه کوي چې بيت لاهيا کې د شپې دوه بجې ويده د حماس د مجاهدينو تر بريد لاندې راغلل: «زه ناڅاپي راويښ شوم او چې خپل مشر مې راويښ کړ؛ د لېوني غوندې يې په هر چا چيغې وهلې، ماغزه يې بېخي له لاسه ورکړي وو».
هغه زياتوي: «دا لومړی ځل نه و چې داسې پېښه وشي، زه سپين وايم، هر سرتېري چې د غزې جګړه کې برخه اخيستې وي په دې پوهېږي. ورځ به دې ټوله ويښه تېره کړه او د شپې به يې شپنيو عملياتو ته روان کړې، موږ سقوط يوو. دا به نااشنا وي چې موږ په دې اعتراف وکړو، خو دا ما ته بېخي معجزه برېښي، چې حماس له دې فرصته لا ډېره ګټه نه اخلي».

د يائير په وينا «تر ټولو بده دا ده چې ان له خپلې کورنۍ او ملګرې سره يې تعامل په خرابېدو دی او کله چې د رخصتۍ پر مهال کور ته ستون شو نو هسې په هسې يې هغوی سره شخړې کولې». هغه وايي د سر ويښته مې له اندېښنو تويېږي، دا مې وژني... زموږ يوه بشپړه ډلګۍ له منځه ولاړه، زه لا هم ژوندی يم او کوم توغندي يا بم ته نه يې برابر شوی».

د ياهالوم انجنيرۍ ډلګرۍ ۲۲ کلن غړی أوري
د جنګي انجنيرۍ د ډلګۍ ياهالوم ۲۲ کلن غړی أوري وايي چې يو وخت ما په هغه څه باور نه درلود چې کول مو. له دې وړاندې زه رښتيا هم په دې باوري وم چې موږ د تاريخ يوه برخه ليکو، د ملکي اسرائيلو ساتنه کوو او بند نه د بنديانو راخوشې کولو کې مرسته کوو».
هغه زياتوي: «دا چې په پرله‌پسې ډول مو اورېدل چې يو بل يرغمل شوی هم زموږ د بمبارۍ له امله وژل شوی، يا د بل ملګري جنازې ته هم بايد ولاړ شو؛ کرار کرار مې شک ډېرېده او باورونه مې له منځه تلل».
ياهالوم په تونده وويل: زه نور جګړه کې د ګډون توان نه لرم، موږ نور هغو سيمو ته ورستنېده نه غواړو چې مليونونه ځل پرې تېر شوي يو، نه د بل تونل د خولې موندلو لټه کول غواړو او نه بلې داسې ودانۍ ته ننوتل چې بمونه په کې ځای په ځای شوي دي، د څه لپاره يې وکړو؟ هر څوک په نيم عقل هم کولی شي په دې پوی شي چې دا جنګ د سياسي لاملونو له مخې روان دی او د دوام هيڅ جواز يې نه شته. موږ هيڅ لاسته راوړنه نه لرو... موږ يوازې بيا بيا په خپل ژوند لوبې کوو».

دغه اسرائيلي سرتېري خپل مشران او وګړي مخاطب کړل او خپلې وروستۍ خبرې يې په دې پای ته ورسولې چې: «تاسو به کله پوهېږئ چې نور د دې جګړې د پای ته رسولو وخت رارسېدلی دی؟ چې ۹۰۰ تنه ووژل شي؟ که ۱۰۰۰؟ مهرباني وکړئ بس کړئ، غږ مو پورته کړئ، لاريونونه وکړئ او مه پرېږدئ چې دا مرګونه همداسې روان وي».

تړلي موضوعات