تېرو ۱۲ ورځو کې د اسلام قلعه له لارې له ۳۰۰ زرو ډېر افغان کډوال راستانه شوي

تېرو ۱۲ ورځو کې د اسلام قلعه له لارې له ۳۰۰ زرو ډېر افغان کډوال راستانه شوي افغانستان

د هرات ځايي مسؤلینو خبر ورکړی، چې په تېرو ۱۲ ورځو کې د اسلام قلعه بندر له لارې له ۳۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي په دې اړه وايي، چې یوازې د تېرې جمعې په ورځ ۳۷ زره او ۹۳۶ تنه افغانان له ایران راستانه شوي، چې له دې ډلې ۲۶ زره تنه د ایران له لوري په جبري ډول کډوالۍ ته اړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې وړمه ورځ جمعه د افغان حکومت له لوري ۳۸ میلیونه افغانۍ پر راستنېدونکو هېوادوالو ووېشل شوې.

د ښاغلي متقي په خبره، چې د نغدو پیسو وېش، د ډوډۍ، اوبو، روغتیايي او ټرانسپورټي خدماتو وړاندې کول هره ورځ دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې له ایرانه د افغان کډوالو په جبر ایستلو لړۍ چټکه شوې ده، چې تر دې دمه په سلګونو زره راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات